د چين د هوايي چارو دولتي ادارې د خبر له مخې، د درېيمې ازموينې لپاره د چانګ جنګ پنځم وړونکی توغندی د دسمبر د ۲۷مې نېټې د شپې په اتو بجو او پنځه څلوېښتو دقيقو د چين د های نان ولايت د ون چانګ د توغنديو د توغولو له مرکز څخه وتوغول شو او کابو ۲۲۲۰ ثانيې وروسته يې د ازموينې شلمه سپوږمکۍ ټاکل شوي مدار ته ورسېده. دغه ازموينه په بريالۍ توګه تر سره شوه.
د دغې ازموينې له برياليتوب څخه څرګندېږي چې چين د لا دراندو توغنديو د توغولو او لا ليری ځای ته د توغنديو د توغولو توان لري. دا په راتلونکې کې د سپوږمۍ د پلټنې پروژې د درېيم پړاو، د مريخ د پلټنې د لومړي پړاو او د انسان وړونکو هوايي چارو په شمول د دولت په کچه د سترو او مهمو علمي او تخنيکي پروژو د تر سره کولو لپاره زمينه برابروي.
د معلوماتو له مخې، دا د چين ۳۲۳م ځل و چې د چانګ جنګ په نوم وړونکي توغندی يې وتوغاوه. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |