CRI Online

د م م عمومي اسامبلې د ۲۰۲۰ کال عادي بودجې ته منظوري ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-12-28 16:36:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م عمومي اسامبلې د دسمبر په ۲۷مه نېټه د ۳ مليارډو او ۷۴ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د م م د ۲۰۲۰ کال عادي بودجې ته منظوري ورکړه.

م م په لومړي ځل د يو کال کلنۍ بوديجه جوړه کړې، له ۱۹۷۴ کال راهيسې يې په هرو۲ کلونوکې يو ځل خپله بوديجه منظوروله. له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې يې عادي بوديجه شاو خوا ۵ مليارډه او ۴۰۰ مليونه امريکايي ډالره وه چې له دې جملې څخه د ۲۰۱۹ کال بوديجه يې ۲ مليارډه او ۸۴۹ مليونه امريکايي ډالره وه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای