د روسيې د دفاع وزير سيرګي شويګو د دسمبر په ۲۷مه نېټه وويل، چې د روسي پوځونو په تسليحاتو کې عصري وسلو او تجهيزاتو ٪ ۶۸.۲ برخه نيولې. نوموړي زياته کړه چې په روان کال کې د روسي ځواکونو جنګي توان ٪۱۴ لوړ شوی دی.
روسيې له تېرو څو کلونو راهيسې د ځواکونو د عصري کېدو په ابادۍ کې خپل ګامونه چټک کړي او وسلې او تجهيزات يې پياوړي کړي دي. وزير شويګو د روانې مياشتې په نهمه نېټه وويل، چې د روسي پوځونو د عصري وسلو او تجهيزاتو انډول بايد په ۲۰۲۰ کال کې ٪۷۰ ته ورسيږي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |