CRI Online

د مصر په شمال ختيځ کې د يوې سختې ترافيکي پېښې له امله ۲۳ تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-29 15:37:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر په شمال ختيځ کې د دسمبر په ۲۸مه نېټه يوه سخته ترافيکي پېښه وشوه چې له امله يې ۲۳ تنه مړه شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

د معلوماتو له مخې، يو بس چې کارګر پکې سپاره وو، له يو باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی چې له امله يې ياده مرګژوبله رامنخته شوې ده. اوس ټپيان روغتون ته انتقال شوي او د دغې پېښې په اړه تحقيقات روان دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای