د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سومالي حکومت وياند عمر د دسمبر په ۲۸مه نېټه وويل، چې د همدې ورځې په سهاروختي د دغه هېواد په پلازمينه موګاديشو کې د يو سړک د تلاشۍ پوستې ته نژدې د موټر بم ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې ۳۰ تنه وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپيان دي.
يو پوليس د بريد په ځای کې د سنهوا اژانس خبريال ته وويل، له دغې پوستې څخه د ځايي چارواکو د يو موټر د تېرېدو په وخت کې ځانمرګي موټر بم ته چاودنه ورکړه. تر اوسه هيچا او يا کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې. ( غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |