CRI Online

تبصره: چين په نړۍ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو بهير چټک کړی

cri     (GMT+08:00) 2019-12-29 19:31:02

چين په ۲۰۱۹ کال کې له بېوزلۍ څخه د ۱۰ مليونو چينايانو د ژغورلو دنده بشپړه کړې، د اټکل له مخې په روان کال کې به په چين کې تر ٪۹۵ زيات بېوزله کسان او تر ٪۹۰ زيات بېوزله ولسوالۍ له بېوزلۍ څخه وژغورل شي. چين د بېوزلۍ د له منځه وړلو او په هره ساحه کې د سمسورې ټولنې د ابادۍ موخې ته د رسېدو په هڅه کې دی.

چين په نړۍ کې له بېوزلۍ څخه د تر ټولو زياتو کسانو د ژغورلو هېواد دی او تر ټولو لومړی د م م د زريز کال انکشافي موخې ته رسيدلی دی. د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د چين افکار او عملونه د نورو پرمختيايي هېوادونو لپاره ګټور او په نړيواله ټولنه کې د منلو وړ دي. بر سيره پر دې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې چين تر وسې پورې له نورو پرمختيايي هېوادونو سره يې له کوم سياسي شرطه مرستې کړي او کوي يې.

د يادولو وړ ټکی دا دی چې چين په ورخلاصون او بهرنيو همکاريو کې ګډو ګټو ته ژمن او په درنه سترګه ورته ګوري او د وارداتو او پانګونو د زياتولو له لارې يې له نورو پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کړي او د دوی د دواملرونکي پرمختګ توان يې لوړ کړی دی. د نړيوال بانک د يو څېړنيز راپور له مخې، د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد به په برخوالو هېوادنو کې له ډېرې بېوزلۍ څخه ۷ مليونه او ۶ لکه تنه او له منځنۍ بېوزلۍ څخه ۳۲ مليونه تنه وژغوري.

د ټاکلي پلان له مخې، چين به په ۲۰۲۰ کال کې په هره ساحه کې د سمسورې ټولنې د ابادۍ موخه پوره کړي او د بېوزلۍ له بند څخه به ځان ازاد کړي. په تاريخ کې دا به نه يوازې د انسانانو د بېوزلۍ د له منځه وړلو يو عجيب کار وي، بلکې له بېوزلۍ سره په مبارزه کې به د نړيوالې ټولنې باور وهڅوي او د نړۍ د دواملرونکي پرمختګ په ابادۍ کې به ګټور رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای