CRI Online

پوټين او ټرمپ په ټليفوني خبرو کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په باب خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-12-30 10:00:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير ټوپين د دسمبر په ۲۹مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټليفوني اړيکه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په باب خبرې اترې وکړې.

د کريملين ماڼۍ د وېبپاڼې د خبر له مخې، د امريکا د اطلاعاتو ادارې څو ورځې مخکې روسيې ته د ترهګرۍ ضد اړوند اطلاعات ورکړل او د دې په رڼا کې روسيې د يو ترهګريز بريد مخنيوی وکړ. پوټين د دې له امله له ټرمپ څخه مننه څرګند کړه.

د روسيې خبري رسنيو د دسمبر په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ چې د روسيې د فيډرالي امنيت ادارې د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه د امريکا له اطلاعاتو سره سم دوه شکمن کسان ونيول چې د نوي کال په وخت کې يې د سن پتر زبورګ ښار د ګڼې ګوڼې په سيمه کې د ترهګريز بريد د کولو نيت درلود. امنيتي ادارې له دوی څخه اړوند شواهد هم لاس ته راوړلي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای