د چين مرکزي ټلويزيون د خبر له مخې، سږ کال په چين کې د ۴۰۰۰ کيلومترو په اوږدوالي د ګړندي اورګاډي لسګونه نوې پټلۍ ګټې ته سپارل شوې، دغه راز د چين د ګړندي اورګاډي پټليو عمومي اوږدوالی ۳۵ زرو کيلومترو ته رسېدلی دی.
د ګړندي اورګاډي نوې جوړې شوې پټلۍ د چين په ختيخ، جنوب، لوېديځ او شمال کې واقع دي،دغې سيمې د ګړندي پټليو له شتون څخه برخمنې شوې.
د نړۍ لومړی بې چلوونکي اورګاډی د دسمبر په ۳۰مه نېټه د بېجينګ له شمالي تم ځای څخه د هه بې ولايت د جانګ جيا کوو ښار په لوري حرکت وکړ. د دې کرښې اوږدوالی ۱۷۴ کيلومتره دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |