CRI Online

چين لاهم د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د اورګاډي د ماشين رول لوبولی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-12-30 12:56:55

روا ن کال چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې تر مشرۍ لاندې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې چې دا نه يوازې د چينايانو لپاره يو د خوشحالۍ وړ کار دی بلکې د نړيوالې ټولنې له خوا ستايل شوې ده. د روسيې د لوګاو شو په نوم د چين په اړه د څېړنيز مرکز مسئول سيرګي ساناکويف په دې وروستيو ورځو کې وويل چې د نړيوال اقتصادي پرمختګ د وروالي په حال کې د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د اقتصاد پرمختيايي انډول په سلو کې شپږ اعشاريه دوه ساتل شوی او چين لاهم د نړيوال اقتصادي پرمختګ په برخه کې د اورګاډي د ماشين رول لوبولی دی.په

۲۰۱۹کال چين له يو شمېر ستونزو سره مخ و. په همدې کال کې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزې خبرې اترې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې او کورني اقتصادي جوړښت په ثابت ډول تنظيم او ښه شوی دی . د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت نژدې اويا زره مليارډه يوانو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه دوه زيات شوی او پرمختيايي انډول يې د نړۍ په عمده اقتصادي ډلو کې لوړ مقام نيولی دی.په دې هکله د روسيې د لوګاو شو په نوم د چين په اړه د څېړنيز مرکز مسئول سيرګي ساناکويف وويل، ټولو ته معلومه ده چې په تېرو دوو کلونو کې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک د چين پر اقتصادي پرمختګ منفي اغيزې وکړې، خو د دې حالت پر وړاندې د چين د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت لاهم په سلو کې شپږ اعشاريه دوو ته رسيدلی چې دغه رقم د نورو هېوادونو په پرتله زيات دی . د عموميت له لحاظه چين په نړيوال اقتصاد کې د اورګاډي د ماشين رول لوبولی دی او د نړيوال اقتصاد د پرمخبيولو لپاره يې خپلې هڅې کړې دي.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د دولتي کميټې او د سوداګرۍ وزارت د روان کال د جون په دېرشمه نېټه چيني بازار ته د بهرنيو پانګونو د داخلېدو د ځانګړو اداري تدبيرونو يعنې(منفي ليست) خپور کړ چې له مخې يې د جولای له دېرشمې نيټې څخه د بېړيو،طبيعي ګازو، فلمونو، د نمايشونو د اورګانونو او مخابراتو په شمول ډېرو برخو کې د بهرنيو پانګونو په مقابل کې اړوند محدوديت کم او يا لغوه شوي دي. سربېره پردې په ياد ليست کې هغه برخې زياتې شوي چې پکې بهرنۍ پانګونې هڅول کيږي.چين له دې لارې د خپلو توليدي چارو د باکيفيته پرمختګ لپاره بهرنيو پانګوالو ته لارښوونه کړې ده. په دې هکله سيرګي ساناکويف وويل،چين په تېرو څلوېښتو کلونو کې د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې د بهرنيو پانګوالو د راجلبولو لپاره څرګندې تګلارې غوره کړې دي.چين خپل هېواد ته د پآنګوالو د ورتګ هر کلی کوي او د دوی د پانګونې لپاره ښه چاپيريال برابروي. د ياد منفي ليست له کمښت څخه ښکاري چې چين د هېوادونو ترمنځ د پانګونو د خنډونو د له منځه وړلو لپاره هڅې کړې او کوي يې.

۲۰۲۰ کال به د چين د ديارلسم پنځه کلن پلان د پلي کېدو وروستي کال وي او د لومړۍ سل کلنې موخې د تر سره کولو لپاره به کليدي کال هم وي. سيرګي ساناکويف وويل چې د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د چين خلک نه يوازې دغې موخې تر سره کولی شي بلکې د دوهمې سل کلنې موخې د تر سره کولو لپاره به بنسټ کيږي.هغه وويل، زه شک نه لرم چې چين به هرو مرو بې وزلۍ له منځه يوسي، په هر اړخيزه توګه به يوه شتمنه ټولنه جوړه کړي،په ۲۰۳۵ کال کې به ايکولوژيکي چاپيريال ښه کړي او يوه ښکلی چين به اباد کړي. البته زه هم باور لرم چې چين په ۲۰۴۹ کال کې دوهم سل کلنه موخه تر سره کړي.دغه موخه به هرو مرو تر سره شي چې له دې امله به چينايان د لا لويې موخې د تر سره کولو لپاره ګامونه اوچت کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای