CRI Online

فرانسې او جرمني په دې مناسبت خوښې څرګنده کړه چې د اوکراين په ختيځ کې د نښتې دواړو ښکيلو خواوو يو له بل سره بنديان تبادله کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-12-30 14:57:27

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د فرانسې د ولسمشر دفتر د دسمبر په ۲۹مه نېټه د يوې مطبوعاتي ابلاغيې په خپرولو سره وويل چې د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل په دې مناسبت خوښې څرګنده کړه چې په همدې ورځ د اوکراين په ختيځ کې د نښتې دواړو ښکيلو خواوو يو له بل سره بنديان تبادله کړل.

د خبر له مخې، د دغې پيښې د پرمختګ بهير د روانې مياشتې په پيل کې په پاريس کې ( د نورماندي څلور) يا د څلورو هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې له کړيو ژمنو سره سمون لري. د دغو بنديانو تبادله کول بشري عمل دی چې د نښتې د دواړو ښکيلو خواوو تر منځ د متقابل اعتماد لپاره ګټور دی. برسيره پر دې د څلورو هېوادونو د سرمشريېزې غونډې د پريکړې له مخې بېلا بېل هېوادونه بايد د اوکراين په ختيځ کې هراړخيز اوربند پيل کړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای