CRI Online

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د ۲۰۱۹ کال لس مهم نړيوال خبرونه خپاره کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-12-30 15:06:13

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د ۲۰۱۹ کال لس مهم نړيوال خبرونه خپاره کړل

۱.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۹ کال کې اووه ځله لپاره نورو هېوادونو ته دپلوماتيک سفرونه کړي او په څلورو مهمو دپلوماتيکو فعاليتونو کې يې ګډون وکړ او په فعاله توګه يې د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې جوړولو نظريه وړاندې کړه.

۲. د نړيوال اقتصاد د پرمختګ سرعت ورو شوی. د چين اقتصاد په ثابته توګه پرمختګ کړی چې په ټوله نړۍ کې د خدمت کولو انډول تر ټولو زيات دی.

۳.امريکا او روسيه د منځني واټن اټومي وسلو له تړون څخه ووتل چې د نظامي چارو د کنټرول نړيوال سيستم له ننګونو سره مخ دی.

۴. له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو بهير سالم نه و چې د اروپا د اتحاد کيدو بهير په وړاندې سخت خنډونه شتون لري.

۵. د سوريې حکومتي پوځ د خپل هېواد ۸۵سلنه قلمرو تر کنټرول لاندې راوستلی او د منځني ختيځ د چيپولتيکس نقشه يې نوی بدلون رامنځته شوی.

۶. انسانانو د لومړي ځل لپاره د تور غارعکس اخيستې دی چې د البيرټ انشټاين په عمومي او نسبي ډول نظريه ثابته شوه.

۷. د حبشې يوه الوتکه ولويده چې له امله يې ۱۵۷ تنه مړه شول، په ټوله نړۍ کې د بوينګ ۷۳۷ مايکس ډوله مسافروړنکو الوتکو الوتنې ځنډېډلې دي.

۸. د شنو خونو ګازو اندازه د پخوا په پرتله زياته وه. د اقليمي بدلون په هکله د مادريد په غونډه کې د ګډو نظريو رسيدلو بنسټ کيښودل شوی دی.

۹. د افريقا په ستره برخه کې د ازادې سوداګرۍ سيمه جوړه شوه، د افريقا د اقتصادي پرمختګ نوي فرصتونه رامنځته شوي.

۱۰. د پاريس په نوتري دامي کليسا کې د اور لګېدنې له امله سخته ويجاړي رامنځته شوې ده

. د نړيوال کولتوري ميراث ساتل د پاملرنې وړ ټکی ګرځيدلی دی.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای