۱. د چين د ملي ولسي کانګرس د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې غونډه، پوځي او ولسي رسم ګذشت د تيان ان مون شاندارو مراسمو سره تر سره شول چې شي جين پينګ پکې مهمه ويڼا وکړه.
۲. د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کميټې په څلورمه عمومي غونډه کې د چين د ادارې په نامه نوې پاڼه خلاصه شوه.
۳. د چين کمونېست ګوند کې د اصلی موخې د نه هيريدو او د مسئوليت د يادونې په عنوان ښوونې تر سره شوې دي.
۴. د چين اقتصاد په ثابته توګه پرمختګ کړی چې د باکيفيته پرمختګ له لارې ښه برياليتوبونه تر لاسه شوي دي.
۵. د چين په کوربتوب سره د يو کمربند او يوې لارې په نامه د نړيوالو همکاريو جګ پوړی فورم په شمول څلور مهم دپلوماتيک فعاليت تر سره شوي او پکې د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې او د نوي نړيوال نظام د جوړولو نظريې وړاندې شوې دي.
۶. د چين له وطن سره د يو ځاي کيدو د شلمې کاليزې د نمانځنې وخت تير شوی. د چين حکومت په ټينګار سره په يو هېواد کې د دوو نظامونو د ثابت او دايمي پرمختګ لپاره کوشش کړی او کوي يې.
۷. د بېجينګ د دا شينګ نړيوال هوايي ډګر په رسمي توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او په دې سره د هوايي چلند په نړيوالو چارو کې نوې نښه رامنځته شوه.
۸. د چين د واليبال ښځينه ټيم يوولس برياليتوبونه تر لاسه کړي او د ۲۰۱۹ کال د واليبال د ښځينه ټيمونو تر منځ د نړيوال کپ په سيالۍ کې اتل شو.
۹. د چانګ عه څلورم نمبر تحقيقاتي ماشين بير ته انسانانو ته د سپوږمۍ د شا سيورې نژدې لومړی انځور استولی دی.
۱۰. چين د 5G د تجارتي کارونو وخت پيل کړی او په مختلفو ساحو کې يې د دغه تخنيک د استفادې کيدو لپاره په چټکې توګه کارونه تر سره کړي دي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |