CRI Online

په شينجيانګ کې د لمريزې انرژۍ په وسيله د برېښنا لومړنۍ توليدي فابريکه فعاله شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-12-30 15:25:35

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې،د شينجيانګ په قومول ښار کې د ډسمبر د ۲۹مې نېټې د شپې په يوولس بجو او ۳۹دقيقو د لمريزې انرژۍ په وسيله د برېښنا لومړنۍ توليدي فابريکه فعاله او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه چې پنځوس زره کيلوواټه برېښنا توليدوي او د لمريزې انرژۍ په وسيله د برېښنا د توليد په برخه کې ټول هېواد کې له لومړنيو فابريکو څخه ګڼل کېږي.

د يادې فابريکې د جوړېدو کار د ۲۰۱۷ ميلادي کال د اکتوبر په ۲۹مه د چين د انرژۍ رغونې ګروپ له خوا پيل شوی و.

ژباړه: شکريه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای