امريکا د چين په شينجيانګ کې له ترهګرۍ سره مبارزه بدنامه کړې او کوي يې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د دسمبر په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې وويل، د شينجيانګ په اړه د امريکا خبرې بې اساسه دي او له حقيقت سره سمون نه لري او د دغو خبرو تر شا بد نيت لري، موږ د امريکا له دغه کړنې سره ټينګ مخالفت کوو. اوس په شينجيانګ کې اقتصادي پرمختګ روان دی او ثابته ټولنه يې ساتل شوې، د خلکو ژوند يې د ښه والي په حال کې دی، کلتور يې سمسور او مذهبي وضعيت يې همغږی او ارام دی. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې خپلو چارو ته توجه ورکړي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.
ګنګ شوانګ وويل، چې د امريکا د AP اژانس، USA Todayورځپاڼې او د شمال ختيځ پوهنتون له خوا د خپرې شوې شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې په امريکا کې د وژنې ۴۱ سخته پېښې رامنځته شوي چې په دې جمله کې د ډزو ۳۳ لويې پېښې شوي او له امله يې ۲۱۱ تنه وژل شوي دي، دغه شمېر د تېرې پېړۍ له ۷مې لسيزې راهيسې په امريکا کې نوی ريکارډ جوړ کړی دی. په روان کال کې په امريکا کې د ډزو په اړوندو قضيو کې عموماً ۱۴ زره او ۸۰۰ تنه وژل شوي دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |