د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د دسمبر په ۳۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د عراق پر شيعه وسله والې حشدالشعبي ډلې د امريکا د هوايي بريد غندنه وکړه او له امريکا څخه يې غوښتنه وکړه چې د عراق په کورنيو چارو کې لاسوهنه ختمه کړي.
د سوريې خبري اژانس د يادې اعلاميې په قول خبر ورکړ چې د امريکا دغې بمبارۍ ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړوله او دا د عراق پر حاکميت، خپلواکۍ او ازادۍ هم بريد و.
په دغه اعلاميه کې راغلي، د سوريې حکومت د عراق او د دې هېواد له خلکو څخه ملاتړ کوي او له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د عراق په کورنيو چارو کې لاسوهنه ختمه کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |