CRI Online

ترکيې ۱۴۷ کسان چې د داعش شک ورباندې کېږي نيولي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-31 10:06:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې پوليسو د دسمبر په ۳۰مه نېټه د دغه هېواد په ۹ ولايتونو کې د لسګونو بهرنيانو په ګډون ۱۴۷ کسان ونيول چې دوی ورباندې د داعش وسله والو شک کړي.

د ترکيې د انادولو ( Anadolu ) نيوز اژانس د خبر له مخې، پوليسو په انقره کې ۳۰ عراقيان، ۲ سوريايان او ۱ مراکشی ونيول او د ۱۷ بهرنيو شکمنو کسانو د نيولو کار روان دی. دغه راز په استانبول کې، پوليسو د ۴ بهرنيانو په ګډون ۲۴ شکمن کسان ونيول او له هغوی څخه يې يو شمېر سندونه او الکترونيکي مالونه هم تر لاسه کړي.

برسيره پر دې، په بتمان، کايسيري او هاتاي ولايتونو کې هم ۹۰ شکمن کسان ونيول شوي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای