CRI Online

په شانګهای کې د Tesla هغه برقي موټرونه مشتريانو ته وسپارل شول چې په لومړي ځل په چين کې توليد شول

cri     (GMT+08:00) 2019-12-31 10:18:58

په شانګهای کې د امريکا د Tesla شرکت د هغو برقي موټرو لومړۍ جوپه چې په لومړي ځل په چين کې توليد شوي، د دسمبر په ۳۰ مه نېټه مشتريانو ته وسپارل شول.

نوموړي برقي موټر چې ورته "Model 3 " نوم ورکړل شوی، په شانګهای کې د امريکا د Tesla شرکت په تازه جوړه شوې فابريکه کې توليد شوي.

د چين حکومت په تېر ۲۰۱۸ کال کې اعلان وکړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به ګام پر ګام په خپل هېواد کې د موټرو توليدونکو تصديو د تاسيس لپاره په پانګو کې د بهرنيو پانګو پر انډول محدوديت لغوه کړي. Tesla شرکت د چين د حکومت د دغې ګټورې پاليسۍ په رڼا کې د روان کال په جنورۍ کې د خپلې لويې فابريکې د جوړولو کارونه پيل کړل چې د جوړولو پانګه يې ۲ ميليارډه امريکايي ډالره ښودل شوې.

دغه فابريکه په چين کې د موټرو لومړنۍ هغه توليدونکې فابريکه ده چې د جوړولو پانګه يې ټوله د بهرنۍ تصدۍ لخوا ورکول کيږي، دا فابريکه همدارنګه د Tesla شرکت درېيمه هغه لويه فابريکه هم ده چې په بهرنيو هېوادونو کې جوړيږي او د موټرو کلنۍ توليدي اندازه به يې ۵۰۰۰۰۰ ته ورسيږي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای