د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان يو حکومتي چارواکي د دسمبر په دېرشمه نېټه وويل چې وسله والو طالبانو د دې هېواد په جوزجان ولايت کې پر يوې پوستۍ باندې بريد وکړ چې له امله يې د امنيتي ځواکونو څوارلس تنه سرتيري وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
د دې ولايت حکومتي وياند عبدالمعروف آزرد سينهوا اژانس خبريال ته وويل چې ياد بريد پر ځايي وخت د همدې ورځې د سهار وختي په دريو بجو او دېرشو دقيقو وشو او په دې ترڅ کې امنيتي ځواکونو هم پر متقابل بريد لاس پورې کړ. د خبر له مخې افغان امنيتي ځواکونه اوس د دې ولايت په ختيځ کې د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو په پوځي عملياتو بوخت دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |