د خبر له مخې د م م د امنيت شورا د دسمبر په دېرشمه نېټه يوه عير رسمي غونډه تر سره کړه او پر ديموکراتيکې کوريا باندې د ځينو بنديزونو د لغوه کولو په هکله يې د چين او روسيې له خوا د وړانديز په باب د دوهم پړاو بحثونه وکړل. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ په همدې ورځ په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې اوس چين او روسيې د م م د امنيت شورا له نورو غړو هېوادونو اود کوريا مسئلې له اړوندو خواوو سره د ياد وړانديز د محتوياتو په هکله تماس نيولی دی. چين تمه لري چې د امنيت شورا غړي د دې مسئلې په هکله خپله دنده پر غاړه واخلي او د دې مسئلې د سياسي حل، د اړوندو خواوو ترمنځ د خبرو اترو او مشورو د هڅولو او د کوريا ټاپووزمي د سولې د ثبات د ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي.
د بل خبر له مخې د روان کال په اپريل کې د ديموکراتيکې کوريا مشر کيم جونګ اون له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې د روان کال تر پايه پورې يوه رغنده لايحه جوړه کړي چې د دواړو خواوو له ګټو سره سمون لري. که نه ديموکراتيکه کوريا به يوه نوې لار پيدا کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |