د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې ولسمشر مطبوعاتي سکريتر پيسکوف د دسمبر په دېرشمه نېټه وويل چې د اوکراين په ختيځ کې په شخړو کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د بنديانو د تبادلې بهير د دوی په منځګړيتوب تر سره شو، خو له روسيې سره هېڅ تړاو نه لري.
د روسيې خبري رسنيو د پيسکوف له قوله ويلي چې د اوکراين حکومت د دې هېواد په ختيځ کې له وسله والو سره مستقيمې اړيکې نه لري او روسيې د دوی ترمنځ د تماس نيولو لپاره د منځګړيتوب رول لوبولی دی.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې روسيه د اوکراين د دغه مهم بشري تاقدام هر کلی کوي او هيله لري چې اړوند کارونه په راتلونکي کال کې دوام ولري.د اوکراين حکومت د دسمبر په ۲۹مه نېټه د دې هېواد په ختيځ کې له وسله والو سره د بنديانو تبادله کړې چې عمومي شمېر يې دوه سوه تنه دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |