CRI Online

په نيويارک ټايمز کې د چين په شينجيانګ کې د ماشومانو په هکله ليکنه له دروغو او جعلي مالومانو څخه ډکه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-12-31 16:17:02

نيويارک ټايمز په دې وروستيو ورځو کې د يوې ليکنې په خپرولو سره ويلي چې د چين حکومت د اويغور قوم په کورواکه سيمه کې ماشومان ليليه لرونکو ښوونځيو ته ليږي چې دغه ماشومان د دوی له پلرونواو مينو څخه جلا شوي، د قومي ژبو پر ځای د هان قوم ژبه زده کوي او د وطن دوستۍ په اړه زده کړې کوي. دغه ليکنه له دروغو او جعلي مالوماتو څخه ډکه ده او له حقيقت سره تړاو نه لري او يوازې د ځينو کسانو لخوا د خپل بد نيت له مخې خيالي جوړ شوې.

د ۲۰۱۹ کال په جولای مياشت کې خبريال د شينجيانګ په ځايي ښارونو او کليو کې زياتو لومړيو ښوونځيو ته تللی او له ښوونکو او شاګردانو سره يې خبرې وکړې، په خپلو سترګو يې لیدلی چې ماشومان په ښوونځيو کې د هان او اويغور په دواړو ژبو درسي محتويات لوستي او له درسونو وروسته يې په خپلمنځ کې په دواړو ژبو خبرې او لوبې کولې. دا د شينجيانګ په جنوب کې په لومړيو ښوونځيو کې عادي بهير دی او د شينجيانګ د سمسورتيا او ثبات يوه نښه هم دی چې په ياده ليکنه کې له ليکل شويو حالتو سره بیخی برعکس دی.

د شينجيانګ پراخوالی د بريتانيا په پرتله اووه چنډه لوی دی. په ځايي ښوونځيو کې د ماشومانو لپاره ليليه برابرېږي چې هلته خوب کولی شي. د شينجيانګ د کورواکې سيمې حکومت له ځايي حالاتو سره سم په ليری ځايونو کې له ماشومانو سره د مرستې لپاره دغه ښوونيز شکل غوره کوي چې د ځايي خلکو لخوا د هرکلی وړ دی. په نيويارک ټايمز کې هغه کيسه او درواغ ويل شوي چې ګواکې د لومړي ښوونځې د لومړې ټولګي زده کوونکي په زور سره له خپل پلار او مور څخه جلا شوي، د دې دروغجنې کيسې هدف له انسانانو سره د خواخوږۍ په پلمه په شينجيانګ کې پر ښوونيز سيستم او قومي تګلارو تور لګول دي.

په واقعي توګه په شينجيانګ کې د ښوونې د تګلارو له مخې په لومړيو ښوونځيو کې له لومړې ټولګې څخه تر دريم ټولګې پورې زده کوونکي خپلو کورنيو ته نژدې ښوونځيو کې زده کړه کوي چې له کورنيو څخه ښوونځيو ته په نيم ساعت کې رسيدلی شي. له څلورم ټولګې څخه تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکي په خپله خوښه د ښوونځيو په ليليه کې اوسېدای چې د هر تن په سر د ليليې او خوړنځي پراخوالي په هکله ټول مقررات شته. د تش په نامه هغه خبره چې ماشومان په زور له خپلو پلرونو او مينو څخه جلاکيږي ، بيخي هيځ حقيقت نه لري. د نيويارک ټايمز په ياده ليکنه کې هم دا منلې شوي چې له ليري سيمو څخه د زياتو کورنيو پلرونه او مينې غواړي خپل بچان د ښوونځيو په ليليو کې ژوند وکړي. نو په دغه ليکنه کې په خپله مختلفې نظريې ليدل شوې.

په ياده ليکنه کې د شينجيانګ په لومړيو ښوونځيو کې د وطن دوستۍ پر ښوونې تور لګول شوې. د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ماشومانو ته له وطن سره د مينې په اړه ښوونه ورکول کېږي. امريکا په دې برخه کې ډېر زيات کارونه تر سره کړي او کوي يې، مثلا له نولسمې پيړۍ وروسته د امريکا په منځنيو او لومړيو ښوونځيو کې زده کوونکي بايد له خپل وطن سره د وفادارۍ کولو لوړې وکړي. د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ مياشت کې د امريکا يو ماشوم خپل ملي بيرغ ته له خپل وطن سره د وفادارۍ لوړې څخه د افکار له امله ونيول شو. له دې څخه څرګنديږي چې امريکا د وطن دوستۍ ښوونې ته په ډېره درنه سترګه ګوري. خو د چين په شينجيانګ کې د وطن دوستۍ ښوونې تر سره کول د ځينو لويديځو خبري رسنيو لخوا د مغزو مينځل بلل شوي. دا په څرګنده توګه دوه ګونې معيارونه دي.

ځينو لويديځو خبري رسنيو پر چين د تور لګولو په ترڅ کې له ماشومانو سره د خواخوږۍ له پلمه غواړي چې د خلکو احساسات راوپاروي. دوی په شينجيانګ کې د مسلکي روزنې مزکرونو او د ځايي ښوونې پر سيستم تور لګوي او په واقعي توګه غواړي چې د شينجيانګ پرمختګ د چين د پرمختګ له عمومي حالت سره پری کړي، د بېلا بېلو قومونو تر منځ جنجالونه جوړ کړي تر څو د چين د پرمختګ مخه ونيسي. خو هر قوم د چين د پرمختګ له بهير څخه ګټې اخيستې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای