CRI Online

وانګ يي: د ايران د ذروي مسئلې د سياسي او ديپلوماتيک حل لپاره به هڅې وشي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-31 16:39:24

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دسمبر په ۳۱مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې چين به په ټينګه توګه نړيوال عدالت وساتي، له هر يو اړخيز او تسلط عمل سره به مخالفت وکړي او په سياسي او ديپلوماتيکو لارو چارو به د ايران د ذروي مسئلې د حل لپاره هڅې وکړي.

وانګ يي په همدې ورځ د ايران د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره وکتل او په يو لړ موضوعاتو کې يې ورسره خبرې اترې وکړې. نوموړي وويل، چين هيله لري چې له ايران سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې عملي کړي، خپلمنځي سياسي اعتماد لا ټينګ کړي او خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګښت لپاره کوښښونه وکړي.

ظريف وويل، ايران هيله لري چې له چين سره نژدې تماس او تګ راتګ وساتي، ايران به پر څو اړخيزم ټينګار او له يو اړخيزم سره به ټينګ مخالفت وکړي، د ذروي مسئلې هراړخيز تړون او خپل حقه حقوق به وساتي. ايران غواړي له چين سره د خپلمنځي اړيکو د لا پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای