CRI Online

تبصره: چين د نړۍ د کسر د له منځه وړلو په برخه کې ډېرې هڅې کړې او کوي يې

cri     (GMT+08:00) 2019-12-31 20:44:40

۲۰۱۹ کال به ژر پای ته ورسيږي، په همدې کال کې نړۍ د ادارې، اعتماد، سولې او پرمختګ په برخو کې د کسر له ننګونو سره مخامخ ده. په دغه کال کې د اقتصاد د نړيوال کېدو د ساتلو او په نوموړو څلورو برخو کې د کسر د له منځه وړلو لپاره د چين کوښښونو نړۍ ته ژورې خاطرې ورکړې دي.

په ۲۰۱۹ کال کې ځينو هېوادونو تر ممکنه حده پورې د خپلو ګټو د ساتلو په موخه يو اړخيزم او سوداګريز پروتيکشنيزم غوره کړی چې له امله يې د نړيوالې ادارې پر سيستم او څواړخيز ميکانيزم اغېزې کړې دي. په داسې حال کې د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو په اساس د چين له خوا وړاندې شوي افکار د ادارې په برخه کې د ((کسر)) مسئلې د حل ښه لار ده.

د نه اعتماد پراخوالی د ادارې د کسر د سختوالي سبب دی. اعتماد د نړيوالو اړيکو د ټينګښت ښه وسيله ده او د اعتماد ساتل د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د تګ راتګ پياوړتيا ته اړتيا لري. چين په ۲۰۱۹ کال کې د اسيايي تمدنونو ډيالوګ تر سره کړ او د تمدنونو ترمنځ د نښتو د حل لپاره يې ګټورې تجربې برابرې کړې دي.

چين په همدې کال کې د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې، افغانستان مسئلې او سوريې مسئلې په شمول د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د حل په بهير کې رغنده رول لوبولی.

د يادولو وړ دی چې پرمختګ د ادارې، اعتماد او سولې په برخو کې د کسر د له منځه وړلو اصلي کيلي ده. چين پر دغه نظر ټينګار کوي چې د عدالت، ټولشموليت، ګډو ګټو او شريکه پرمختيايي لار دې غوره شي او د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره دې د اقتصاد د نړيوال کېدو ګټې شريکي شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای