CRI Online

چين: د شينجيانګ په اړه د منځنۍ اسيا پنځه هېوادونه تر امريکا ډېر معلومات لري

cri     (GMT+08:00) 2019-12-31 21:26:07

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د دسمبر په ۳۱مه نېټه وويل،د منځنۍ اسيا پنځه هېوادونه له شينجيانګ سره نژدې پراته دي او د شينجيانګ د حقيقي حالت په اړه تر امريکا ډېر معلومات لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې وزير مايک پومپيو به د راتلونکې مياشت په لومړيو کې له قزاقستان او ازبکستان څخه ليدنه وکړي او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو او امريکا (C5 +1) ترمنځ د بهرنيو چارو د وزيرانو په ليدنه کې د ګډون لپاره به تاشکند ته ولاړ شي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکي وويل، پومپيو به په دوه اړخيزو خبرو اترو کې او د ( C5+1) په غونډه کې د شينجيانګ مسئلې په اړه هم بحث وکړي، امريکا د شينجيانګ په وضعيت کې هيڅ ښه بدلون نه دی ليدلی. ګنګ شوانګ وويل، چين باور لري چې د منځنۍ اسيا د بېلابېلو هېوادونو حکومتونه او خلک داسې ټينګه اراده لري چې له چين سره ښې اړيکې وساتي او له دريو ځواکونو ( افراطيت، ترهګري، بېلتون غوښتونکي) سره مبارزه وکړي. په تېر اوږدمهال کې چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو يو له بل څخه ملاتړ کړی او د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې يې پياوړې همکارۍ کړې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای