د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د دسمبر په ۳۱مه نېټه د عراق له سرپرست صدر اعظم عادل عبدال مهدي سره تليفوني خبرې وکړې او په عراق کې يې د امريکا سفارت د امنيت په شمول څو مسئلو بحث وکړ.
د عراق د سرپرست صدر اعظم دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې عادل د تېر دسمبر د ۳۱مې نېټې په شپه له ولسمشر ټرمپ سره تليفوني خبرې وکړې. ټرمپ د تليفون له لارې د عراق د حالاتو او په دغه هېواد کې د امريکا سفارت د امنيت په اړه ورڅخه پوښتنې وکړې. عبدل مهدي څرګنده کړه چې اوسني حالات د عراق پر خاوره د امريکايي پوځ تر هوايي بريد وروسته ترينګلي شوي او بغداد وړاندې له دې نه امريکا ته د هوايي بريد له امله د ممکنې بدې پايلې خبر ورکړی دی.
په دغه اعلاميه کې عبدال مهدي ويلي چې د عراق امنيتي ځواکونه به په دغه هېواد کې د امريکا د سفارت او نورو ديپلوماتيکو ارګانونو امنيت ساتلو په اړه خپلې دندې ته دوام ورکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |