CRI Online

د روسيې او اوکراين ولسمشرانو د اوکراين په ختيځ د حالاتو د پرمختياپه اړه تليفوني خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2020-01-01 11:49:23

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين او د اوکراين ولسمشر اولوديمير زېلېنسکي د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه د تليفون له لارې يو بل ته د نوي کال مبارکي وويله او د اوکراين په ختيځ کې د بنديانو د تبادلې او د دواړو هېوادونو د تصديو ترمنځ د طبيعي ګازو تړون د لاسليک مثبته ارزونه يې وکړه.

د روسيې د ولسمشرۍ ماڼۍ ويبپاڼې خبر ورکړ چې دواړو ولسمشرانو په ۲۰۲۰ کال کې د روسيې او اوکراين ترمنځ د اړيکو له پرمختګ څخه ملاتړ څرګند کړی، د تېر دسمبر په ۲۹مه نېټه يې د بنديانو د تبادلې عملياتو مثبته ارزونه وکړه چې له دې لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل اعتماد پياوړی شوی دی. پوټين د روسيې او اوکراين ترمنځ د طبيعي ګازو تړون ډېر مهم هم وباله.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای