CRI Online

شي جين پينګ د نوي کال په مناسبت د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې په لمانځلغونډه کې مهمه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-01 11:51:21

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې د دسمبر په ۳۱مه نېټه په بېجينګ کې د نوي کال يوه لمانځلغونډه جوړه کړه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ په دغه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د يوې نسبتاً شتمنې ټولنې پوره بشپړېدل د چيني ملت يوه تلپاتې هيله ده. موږ له اوږدې مودې راهيسې زيار او نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي، ژر به يوه نسبتاً شتمنه ټولنه بشپړه کړو او لومړۍ سل کلنې موخې ته به ژر ورسېږو. دا زموږ د کوښښونو پايله او د نوي پيل ښه بنسټ دی. موږ ټينګ باور لرو چې د هېواد د مختلفو قومونو خلک يوازې د چين د کمونېست ګوند په چاپېر سره ټينګ يووالی وساتي، د چين کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې له سياسي ښېګڼو او د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم له تفاوقونو څخه ګټې واخلي او په ټينګ هوډ سره پر خپلې لارې ګامونه پورته کړي او کوښښونه وکړي، نو موږ به هرومرو لومړۍ سل کلنې موخې ته ورسېږو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای