CRI Online

د امريکا دفاع وزير: ژر به منځني ختيځ ته ۷۵۰ نور سرتېري ولېږو.

cri     (GMT+08:00) 2020-01-01 15:00:57

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزير مارک ايسپر د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه اعلان وکړ چې امريکا به سمدلاسه په منځني ختيځ کې د امريکا په وړاندې له مخ په زياتېدونکو ګواښونو سره د مقابلې په موخه دغې سيمې ته ۷۵۰ نورسرتېري ورولېږي او اړوندې تياريانې به په راتلونکو څو ورځو کې بشپړې شي.

نوموړي دغه پرېکړه په همدې شپه د ټويټر پر خپلې پاڼې اعلان کړه.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای