د کوريا ولسي ديموکراتيک جمهوريت د کارګرو ګوند د مرکزي کمېټې مشر کيم جونګ اون په دې ورځو کې څرګنده کړه: که امريکا په خپله خوښه د شمالي کوريا پر ضد خپلو دوښمانه تګلارو ته دوام ورکړي، نو ذروي وسلې به هېڅکله د کوريا له ټاپووزمې څخه پاکې نشي. شمالي کوريا به د ملي امنيت د ساتلو لپاره د ستراتيژيکو وسلو د څېړنې لپاره لا زيات کوښښونه وکړي تر څو چې امريکا دوښمانه تګلارې لغوه کړي او د کوريا په ټاپووزمه کې د دايمي سولې يو ټينګ ميکانيزم جوړ کړي.
د شمالي کوريا مرکزي خبري اژانس د جنورۍ په لومړۍ نېټه د يوې ابلاغيې له مخې، کيم جونګ اون څو ورځې دمخه د کارګرو ګوند د ۷مې مرکزي کمېټې په ۵مه عمومي غونډه کې څرګنده کړه: له اوسنيو حالاتو څخه ښکاري چې دا د شمالي کوريا لپاره يوه وړ لار ده چې د خپلو ځواکونو په پياوړتيا سره د خپل هېواد پر ملي حاکميت او امنيت د دښمنو ځواکونو د تېري مخنيوی وشي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |