CRI Online

د ۲۰۲۰ نوي کال په مناسبت د چين ميډيا ګروپ د مشر د مبارکۍ وينا

cri     (GMT+08:00) 2020-01-01 16:02:14


د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د راډيوګانو او انټرنيټي شبکې له لارې ټولو بهرنيو دوستانو ته د نوي کال په مناسبت مبارکي وويله:

ګرانو دوستانو! ۲۰۲۰ يوه ښه او نيکمرغه شمېره ده او په چيني ژبه (عر لينګ عر لينګ) تلفظ کېږي، د دې جملې د کليمو تلفظ د چيني ژبې د یوې بلې جملې د کليمو په څېر ښکلی اهنګ لري، چې وايي (ای ني، ای ني) يعنې له تاسو سره مينه لرم. د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې په را رسېدو سره؛ زه د چين د ميډيا ګروپ په استازيتوب له بېجينګ څخه تاسو ټولو ته د نوي کال مبارکي وايم.

شېبې د انسانانو تاريخ جوړوي. د ۲۰۱۹ کال ډېرې شېبې د تاریخ غېږې ته وسپارل شوې او ځینو شېبو د تاریخ زرېنې پاڼې جوړې کړې. مونږ د همدې کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو ۷۰مه کاليزه په شاندارو مراسمو ولمانځله. زموږ ډېرو دوستانو د چين څو مستند فلمونه وکتل، مثلاً (( تاریخي سفر))، (( د ۲۰۱۹ کال لوی پوځي رسم ګذشت)) او داسې نور چې د نړۍ په بېلا بېلو ژبو ترجمه شوي، د نوي چين د جوړېدو په اړه ډېرو خلکو د چين د پرمختګ بهير او برياليتوبونه وپېژندل. د دوی صميمي هيلې مو هم تر لاسه کړې. ايټالوي څېړونکي فرانسيسکو مارنګيو په خپل ايميل کې د چين په اړه داسې ليکلي: زه د نوي چين د جوړېدو د اوياوو کلونو ځلانده لاسته راوړنې ستايم او فکر کوم چې چينايان د خپل هېواد پر پرمختګ ویاړ او فخر کوي.

په تېر کال کې مو نړۍ ته په نوې زمانه کې د چين د ريښتنو، مجسمو او جامع معلوماتو د ورپېژندلو لپاره ډېرې هڅې کړې. موږ د 5G او 4K يا 8KاوAI تکنالوژۍ په کارولو سره د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم، د اسيا د تمدونونو ترمنځ د تبادلې کنفرانس، د چين لخوا د مکاو د حاکميت د بېرته اخيستلو د شلمې کاليزې د لمانځنې فعاليت په شمول د يو لړ مهمو غونډو او درنو فعاليتونو خپرونې په برياليتوب ترسره کړې. ځينو فلمونو (( د شي جين پينګ زړه راښکونکې کلاسيکې کيسې))، (( که دولتي ميراثونو خبرې کولی شوای)) او داسې نور، د چين د لرغوني تاريخ او په نوې زمانه کې د چين د نظريو د پېژندلو لپاره زموږ دوستانو لپاره کړکۍ پرانيستلې دي. د چين میډیا ګروپ (( له چين سره يو ځای روان )) په نوم د راډيو، ټلويزيون او ويبسايټ له لارې په ګرده نړۍ کې د مينه والو فعاليت، د چين او روسيې ترمنځ نوښتي فعاليت او د ډول ډول بهرنيو ژبو څانګو د مشهورو وياندويانو له لارې ډېر زيات مينه وال راجلب کړي دي.

د چين ميډيا ګروپ له جوړېدو راهيسې دوه کاله تېر شوي او موږ په دې ښه پوهېږو چې د انټرنيټي شبکې په موده کې پرمختګ نه کول د شا تګ په مانا دی. موږ د رئيس شي جين پينګ هغه لارښوونه يادوو چې بايد نوښتي کارونه وهڅول شي او د ميډيا او د رسنيو نوي ډګرونه دې ښه جوړ او ګټې دې ترې واخيستل شي، نو په نړۍ کې د لوړې کچې نوې ډول رسنۍ په توګه مو د ځاني ابادۍ لپاره ډېر کوښښونه کړي او په همدې کال مو د روښانه تصويري او غږيزو خپرونو ملي لابراتور جوړ کړ، د (يانګ شه پين) په نوم د نوي ډول ميډيا د 5G ډګر مو جوړ کړ، باکيفيت اصلاحات مو ترسره کړي او د نندارچيانو او اورېدونکو د پاملرنې او خوښۍ جلبولو لپاره مو څه باندې ۲۰۰ غوره خپرونې ترتيب کړې دي.

دا زموږ اصل دی چې په پوره، عيني او عادلانه توګه د نړۍ د پاملرنې وړ موضوعات خپروو. موږ د پرانيستې او همکارۍ رويه لرو او له کورنيو او نړيوالو سيالانو سره په مساوي توګه تبادلې کوو. ما په همدې کال کې په وار سره د اسوشيټ پريس، رويټرز، اې اف پي او بي بي سي په شمول د څه باندې ۱۵۰ نړيوالو رسنيو له مسولانو سره د نظريو تبادلې وکړې. زموږ ترمنځ ګډې موافقې ډېرې شوي او دوستان مو هم زيات شوي دي.

خو دا د افسوس وړ ده چې د لوېديځو هېوادونو ځيني اغېزه لرونکې رسنۍ د چين په اړه خپرونو کې په وار سره ړندې شوې او حتی جعلي خبرونه يې خپاره کړي، ځيني خبرونه يې د ناول په شان دي. دا مالومه ده چې تحقيقات د خبر بنسټ دی، که کومه رسنۍ له واقعيت پرته له خپلو نظريو سره سم خبرونه جوړ کړي، دا به د دوی باور او اعتماد زیانمن کړي. نو د ټولو رسنيو مسؤلان بايد دې ته پاملرنه وکړي.

په تېره اتلسمه پېړۍ کې د بريتانيا ليکوال ويليم خازليت يوه مشهوره اصطلاح کاروله او ویل به یې: تعصب د ناپوهۍ نتيجه ده. په داسې حال کې چې نړيوال وضعيت د پيچلي بدلون په حال کې دی، په واقيعتونو پسې ګرځېدل او تعصب له منځه وړل ستر اهميت لري. د چين ميډيا ګروپ به په دوامداره توګه عيني او عادلانه دريځ غوره او نړيوالې ټولنې ته د پېښو واقعي بڼې او د عدالت اواز خپور کړي.

د چين د تانګ امپراطورۍ د واکمنۍ په موده کې د جانګ جيو لينګ په نوم يو شاعر ويلي، دا مهمه نه ده چې زموږ په منځ کې څومره واټن دی، بلکې متقابل تفاهم زموږ د دوستۍ د ټينګېدو بنسټ دی. دا ښه ترتيبات دي چې موږ په دغه نړۍ کې يو ځای او ګډ ژوند کوو. له برازيل او ارجنټاين څخه د ليدنې په وخت کې مې داسې ګلان وليدل چې د چين په ګوانګ دونګ ولايت کې هم موجود دي، د مرغانو هغه اوازونه مې واورېدل چې په چين کې هم اورېدل کېږي. دغه راز، په ايتاليا او هسپانيا کې مې د ځايي رسنيو له سيالانو سره يو ځای هغه ډوډۍ خوړلې چې زما د ټاټوبي د ډوډۍ په شان ده. (نړيوال کلی) دغه کليمه مشخص مالومات لري او په دې کلي کې اوسېدونکي بايد يو له بل سره تبادلې او همکارۍ وکړي. زه دا نظر لرم چې د رسنيو ترمنځ تبادلې د خلکو ترمنځ بې اعتمادي او تعصب له منځه وړلی شي او لا زيات نااشنا خلک د دوستۍ اړيکې ټينګولی شي.

۲۰۲۰ کال د چين لپاره د پوره شتمنې ټولنې د جوړېدو کليدي کال دی او په همدې کال کې به د چين 1.4 ميليارډ نفوس له بېوزلۍ څخه ووځي، چې دغه کار د نړۍ په تاريخ کې بې ساری دی. د چين ميډيا ګروپ به د لوړ معيار په لرلو سره د چين او نړۍ کيسې زموږ دوستانو ته وړاندې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به لا زيات فعال او حياتي ځواکونه برابر کړي.

په ۲۰۲۰ کال کې په دنيا کې د ښې رويې او سولې په هيله!

د چين، نړۍ او ستاسو د نيکمرغۍ په هيله!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای