CRI Online

چين کوشش کوي چې نړۍ ګډ پرمختګ کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-01 16:19:35

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نوي کال په مخکنې شپه د چين ميډيا ګروپ له لارې د ۲۰۲۰ کال د مبارکۍ په مناسبت وينا وکړه او په تير يو کال کې يې د پرمختګ برياليتوبونو يادونه وکړه، په نوي کال کې يې د پرمختګ او نيکمرغۍ هيله وښودله او نړيوالو ته يې مبارکي وړاندې کړه.

د چين او نړۍ لپاره ۲۰۱۹ کال عادي نه و. په دې کال کې يو اړخيزم او تبعض غوښتنې راپورته شوې، نړيوال سوداګريز اصطکاک پياوړی شوی او د نړۍ د ځينو لويو اقتصادونو لخوا ټول په مختلفو اندازو د پرمختګ له فشارونو سره مخ و. ۲۰۱۹ کال د چين د ملي ولسي جمهوريت د جوړېدو له اوويايمې کاليزې سره برابر و. آيا چين به په نړۍ کې د دويم لوی اقتصاد په توګه د بهرنيو فشارونو په مقابله کې پرمختګ وکړي که نه؟ د ټاکلي پلان له مخې به د پرمختګ هدفونه عملي کړي که نه؟ د نړۍ د اقتصادي پرمختګ هڅونه به وکړي که نه؟ دا په ټوله نړۍ کې د پاملرنې وړ دی. د چين دولت رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې دغو پوښتنو ته ځواب ويلي چې په ۲۰۱۹ کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت نژدې يو لکه مليارډ يوانو ته ورسيد چې د هر تن سر به لس زره امريکايي ډالر کېږي. دغه شمېر ستر اهميت لري چې چين د منځني عايداتو له مرحلې څخه لوړ عايدات لرونکي هېواد ته داخل کړي چې د چينايانو د لګښتونو توان او غوښتنې به لا زياتې شي او ټولې نړۍ ته به لا پراخ بازار برابر کړي.

په ۲۰۱۹ کال کې چين په دننه او دباندې له پچيلو حالت او مشکلاتو سره مخامخ و، خو د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د وړم کال په پرتله نژدې لس زره مليارډ يوانه زيات شوی چې د زياتوالې اندازه په استراليا کې د ۲۰۱۸ کال د کورينيو توليداتو له عمومي ارزښت سره برابره وه. له دې څخه څرګنديږي چې د چين اقتصاد په ثابته توګه پرمختګ کوي او په اوږد راتلونکې کې د پرمختګ بنسټيز تمايل نه دی بدل شوی، چين لا هم د نړيوال اقتصاد د هڅونې قوي انجن دی.

په ۲۰۱۹ کال کې د چين د پرمختګ په ترڅ کې دري لاملونه ډېر مهم دی چې اصلاحات، ورخلاصون او نوښت دي. شي جين پينګ د نوي کال په مناسبت د مبارکۍ په وينا کې دغه مهم ټکي ياد کړل چې د چين د واکمن ګوند او دولتي څانګو اصلاحات بشپړ شوي، د مالياتو او لګښتونو د کموالي عمومي اندازه له دوه زره مليارډ يوانو څخه اوښتې ده، د ازادې سوداګرۍ څو ازمويښتې سيمې زياتې شوې او د شانګهای د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتې سيمې نوې ساحه جوړه شوه. د اسهامو په بازار کې د علمي نوښتونو برخه خلاصه شوه، د چانګ عه څلورم تحقيقاتي ماشين د انسانانو په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د سپوږمۍ د شا برخې ته رسيدلی، په سوداګريزو چارو کې له ۵G تخنيک څخه استفاده شوې چې چين په پر له پسي ډول د باکيفيته پرمختګ هڅونه کوي او نړۍ ته ښيي چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون ژمنه په پوره ډول تر سره کيږي.

په همدې وخت کې چين د بیلا بيلو هېوادونو هرکلی کوي چې د خپل هېواد د پرمختګ له بهير څخه ګټې واخلي. په ۲۰۱۹ کال کې د يو کمربند او يوې لارې په نامه د نړيوالو همکاريو په دويم سرمشريز فورم کې ۲۸۳ واقعي لاسته راوړنې عملې شوې او د څه دپاسه ۶۴ مليارډو امريکايي ډالرو په اندازه همکاريز تړونونه لاسليک شوي، د چين په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې د نظريو له لحاظه د معاملې اندازه څه دپاسه ۷۱ مليارډ امريکايي ډالرو ته ورسيده، د چين دولت رئيس د زياتو هېوادونو له مشرانو سره ليدنې وکړې چې له هغوی سره يې د چين دريځونه شريک کړي دي. يو ورخلاصوونکی چين نړۍ ته د پرمختګ لا زياتې ګټې رسولې او رسوي يې. په همدې کال کې له چين سره د سياسي اړيکو جوړو شويو هېوادونو شمېر ۱۸۰ ته ورسيد او ورڅخه ښکاري چې نړيوالې ټولنې د چين خدمتونه منلي دي.

چين به په نوی کال کې سولې، ورخلاصون او پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، له بېلا بېلو هېوادونو سره به په ګډه د يو کمربند او يوې لارې پلان عملي کړي، د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې او د ښه راتلونکې جوړولو لپاره به کوښښ وکړي. دا د چين د خپل پرمختګ لپاره خپله ټاکنه او اړتيا ده او د نړۍ لپاره خپله ټينګه ژمنه هم ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای