CRI Online

د سوريې په شمال کې د موټر بم چاودنې له امله ۳ تنه وژل شوي او ۴ تنه ټپيان دي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-02 09:22:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په لومړې نېټه، د سوريې په شمال کې د رقه ولايت د سرحدي ښارګوټي تل ابيا د سروک په کلي کې په د موټر بم چاودنه وشوه چې له امله يې ۳ تنه عام وګړي وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان دي، دغه راز ځينې کورونه او تاًسيسات ويجاړ شوي دي.

د سوريې د عرب نيوز اژانس خبر ورکړ چې د ۲۰۱۹م کال له اکتوبر څخه د ترکي ځواکونو او د سوريې د مخالفو ډلو لخوا د سروک د نيولو وروسته په دې ځای کې د موټر او موتوسايکل ۴ بم چاودنې شوې دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای