CRI Online

د ترکيې پارلمان به ليبيا ته د پوځونو ليږلو د قضيې په اړه رايګيري ترسره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-02 09:38:06
د ترکيې پارلمان به ليبيا ته د پوځونو ليږلو د قضيې په اړه رايګيري ترسره کړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې پارلمان به د جنورۍ په ۲مه نېټه يوه بېړنۍ غونډه جوړه کړي چې پکې به ليبيا ته د ترکي پوځونو د ليږلو قضيې په اړه رايګيري ترسره شي.

د دې قضيې له مخې به ترکي پوځونه په ليبيا کې يو کال ميشت شي، د ترکيې حکومت به ليبيا ته د پوځونو ليږلو وخت او د دغو پوځونو د ځای پر ځای کېدو موقعيت او شمېر وټاکي. په دې قضيه کې راغلي، د ليبيا وضعيت سختوالی د ترکيې ګټو ته ګواښ رسولی، نو دغه هېواد ته د ترکي پوځونو په ليږلو سره به د ګڼ شمېر غيرقانوني کډوالو له ګواښ څخه ډډه وشي او د ترهګرو او وسلوالو ډلو د فعاليت لپاره د ګټور چاپېريال د برابرېدو مخنيوی به وشي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای