CRI Online

هند او پاکستان يو بل ته د خپلو ذروي تاسيساتو ليست ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-01-02 11:11:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په لومړۍ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، هند او پاکستان په همدې ورځ پر ذروي تاسيساتو د بريد ممنوعيت پرېکړه ليک سره سم يو بل ته د خپلو ذروي تاسيساتو ليست ورکړ.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د ليست ورکول په نوي دهلي او اسلام اباد کې په عين وخت کې تر سره شول. دا د دواړو هېوادونو تر منځ د ذروي تاسيساتو په اړه د معلوماتي ليستونو ۲۹مه تبادله چې لومړی ځل د ۱۹۹۲م کال د جنورۍ په لومړې نېټه تر سره شو.

د ۱۹۸۸م کال په دسمبر مياشت کې، هند او پاکستان يو د بل پر ذروي تاسيساتو د نه بريد موافقه لاسليک کړه، له دې موافقې سره سم، دواړه هېوادونه به د هر کال د جنورۍ په لومړې نېټه د خپلو ذروي تاسيساتو مالومات يو بل ته کوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای