د سينهوا اژانس د خبر له مخې، يو افغان حکومتي چارواکي د جنورۍ په لومړې نېټه وويل چې د ۲۰۱۹م کال د دسمبر د ۳۱مې نېټې له شپې څخه د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې تر سهار پورې، طالبانو د افغانستان د شمال په ځينو ځايونو کې پر ځايي امنيتي ځواکونو بريدونه کړی چې له امله يې ۳۰ امنيتي سرتيري وژل شوي.
د تخار ولايت د پوليسو ادارې وياند عبدالخليل اسير د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، طالبانو د لومړۍ نېټې په سهار وختي د دې ولايت په درقد سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ، د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړې د څو ساعتو لپاره دوام درلود، د امنيتي ځواکونو ۷ سرتيري او ۱۱ طالبان ووژل شول.
د افغانستان د طلوع ټلويزيون د خبر له مخې، د بلخ ولايت د سړک ساتنې پوليسو ادارې مشر فواد صالح د دې خبر پخلی وکړ چې طالبانو د دسمبر د ۳۱مې نېټې په شپه د بلخ ولايت په
علم خيل کلي کې د سړک ساتنې پر يوې پوستې بريد وکړ چې له امله يې ۸ امنيتي سرتيري وژل شوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |