CRI Online

د امريکا رسنۍ د چين د ميډيا ګروپ مشر په قول يوه مقاله خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-02 14:49:23
د امريکا رسنۍ د چين د ميډيا ګروپ مشر په قول يوه مقاله خپره کړه

د امريکا د سوداګرۍ خبرونو په ويبپانه کې د جنورۍ په لومړۍ نېټه يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی ( د چين د ميډيا ګروپ مشر وايي د چين په اړه د ځينيو لوېديځو هېوادونو خبرونه د ناول په شان دي). په دې مقاله کې راغلي، د چين د ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په همدې ورځ د نوي کال په مناسبت د مبارکۍ په خپله وينا کې وويل چې په تېر کال کې يې د څه باندې ۱۵۰ نړيوالو رسنيو له مسولانو سره د نظريو تبادلې وکړې، ور پسې يې پر ځينو لوېديځو رسنيو نيوکه وکړه چې په تعصب سره يې د چين په اړه خبرونه خپاره کړي او حتی د ناول په شان جعلي خبرونه يې جوړ کړي او دغه عمل يې د خبر له حقيقي او عيني اصولو څخه سرغړونه ده.

په دې مقاله کې د ښاغلي شن های شيونګ په قول ليکل شوي: "دا د افسوس وړ ده چې د لوېديځو هېوادونو ځيني اغېزه لرونکې رسنۍ د چين په اړه خپرونو کې په وار سره ړندې شوې او حتی جعلي خبرونه يې خپاره کړي، ځينی خبرونه يې د ناول په شان دي. " نوموړي دې ته اشاره وکړه چې دا مالومه ده چې تحقيقات د خبر بنسټ دی، که کومه رسنۍ له واقعيت پرته له خپلو نظريو سره سم خبرونه جوړ کړي، دا به د دوی باور او اعتماد زيانمن کړي. نو د ټولو رسنيو مسؤلان بايد دې ته پاملرنه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای