CRI Online

په ايران کې د چين د سوداګريزې ټولنې رئيس ماجد رضا حريري:د نوي کال د رارسيدو د مبارکۍ په مناسبت د رئيس شي جين پينګ له پيغام څخه د چين ستر پرمختګ ښکاري

cri     (GMT+08:00) 2020-01-02 16:55:02

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه د چين د ميديا ګروپ او ويبپاڼې په وسيله د ۲۰۲۰ کال د رارسېدو د مبارکۍ پيغام خپور کړ او پکې يې په ۲۰۱۹کال کې بېلا بېلې لاسته راوړنې راغونډې کړې او په نوي کال کې يې پرمختيايي موخه وړاندې کړه.په ايران کې د چين د سوداګريزې ټولنې رئيس ماجد رضا حريري زمونږ د راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د رئيس شي جين پينګ له پيغام څخه يې هغه معلومات تر لاسه کړي چې چين په تېر يو کال کې سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړې او د چين له پرمختيايي لار څخه نړيوالو ته ښکاري چې د يوه لوي هېواد پرمختګ نړۍ ته سوله او دوستي رسولی شي.

حريري وويل چې د رئيس شي جين پينګ له ياد پيغام څخه يې په ۲۰۱۹کال کې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ بېلا بېلې شمېرنې اخيستې دي او د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د خلکو د ژوند سويې پر ښه والي حيران شوم. هغه وويل، د چين د هر تن په سر د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت لس زرو امريکايي ډالرو ته رسيږي چې دغه رقم زما له اټکل څخه وتلی دی او ور څخه د چين اقتصاد څرګند پرمختګ ښکاري. که څه هم په دې وروستيو کلونو کې لويديځو هېوادونو د چين د اقتصادي پرمختګ په هکله ځينې ناسم راپورټاژونه وړاندې کړي چې له حقيقتونو سره سمون نه لري.خو د نتيجې له مخې دغه ناسم راپورټاژونه د چين د پرمختګ او د خلکو د ژوند سويې د لوړوالي مخنيوی نه شي کولی.

په تېر يو کال کې د بېلا بېلو تأسيساتو د ابادۍ په برخه کې د چين لاسته راوړنې د حريري پام راجلب کړی دی. د ده په اند له دغو لاسته راوړنو څخه ښکاري چې په بېلا بېلو برخو کې د چين د سيالۍ توان پياوړی دی. هغه وويل،په ۲۰۱۹ کال کې چين ډېرې لاسته راوړنې درلودلې، د بېلګې په توګه د ترانسپورټي تأسيساتو د ابادۍ په برخه کې د ګړندي اورګاډي چارو چټک پرمختګ موندلی دی او په هوايی او کيهاني برخه کې د چانګ عه څلورم نمبر په نوم څار دستګاه د انسانانو په تاريخ کې په لومړي ځل د سپوږمکۍ شاته ښکته شو او د چانګ جنګ پنځم نمبر په نوم نقليه راکيټ په برياليتوب سره وتوغول شو.له دغو لاسته راوړنو څخه ښکاري چې چين د ساخت په برخه لوی علمي او تخنيکی مرکز ګرځېدلی دی.سربېره پردې د 5Gتخنيک د چين تر لارښوونې لاندې دي.د هوا وۍ شرکت په دې برخه کې يوه لارښوونکې تصدۍ ګڼل کيږي.په عين وخت کې د چين ساخت لومړی الوتکه وړونکې بېړۍ هم جوړه شوه. له دغو لاسته راوړنو څخه څرګنديږي چې چين نه يوازې يو لوی سياسی هېواد دی بلکې په بېلا بېلو برخو کې د سيالۍ پياوړی توان لري. دغه لاسته راوړنې د خلکو د ګټو د لټولو لپاره د چين د مشرانو له خوا د پلې شويو تګلارو نتيجه ده.

حريري په ياد پيغام کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره د چين د لاسته راوړنو د يادونې په ترڅ کې وويل چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې اته سوه مليونه چينايان له بې وزلۍ څخه ژغورل شوي چې دا يوه ستره لاسته راوړنه ده. هغه وويل چې د چين پرمختګ اوس لا برابر دی. نوموړي وويل، يوازې په ۲۰۱۹ کال کې څه باندې لس مليونه تنه چينايان له بې وزلۍ څخه وتلي چې دا بې ساري کار دی. چين په وروستيو لسيزوکې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره د ليدو وړ خدمتونه کړي دي. که څه هم د هر هېواد د خلکو د ژوند سويه د چين په شان په پر له پسې توګه لوړه شي، نو زمونږ نړۍ به لا ښکلې وي.اوس که چين ته سفر وکړئ، په هر يو ښار کې به ستر بدلونونه او پرمختګ احساس کړئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای