CRI Online

هانکانګ د بهرنيو سياستوالو د لوبې وسيله نه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-01-02 20:33:26

ځينو بهرنيو سياستوالو په دې وروستيو کې د چين د هانکانګ خاصې اداري سيمې اجرائيوي مشرې کاري لام ته يو ګډ پيغام ليږلی او د هانکانګ د ټولنيز نظام پر ساتونکو پوليسو يې بې بنسټه تور لګولی، د هانکانګ ازاده او قانوني اداره يې بدنامه کړې او بې دليله غوښتنه يې کړې چې د تش په نوم (( د نړيوالو خپلواکو پټليو ميکانيزم)) دې جوړ شي، د امريکا دغه کړنه د هانکانګ په چارو کې څرګنده لاسوهنه ده. د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت د جنورۍ د لومړۍ نېټې په سهار وختي د يوې اعلاميې په خپرولو سره ياد پيغام رد کړ او څرګنده يې کړه چې له دغه پيغام څخه بې بنسټه او بې لاره کوونکې خبرې پورته کيږي، د لويديځو هېوادونو ځيني کسان غواړي چې د هانکانګ په وسيله خپل شوم نيت پوره کړي.

د دغو کسانو نيت څه دی؟ ځيني بهرني سياستوال په هانکانګ کې د ګډوډۍ جوړولو له لارې د چين د پرمختګ مخنيوی غواړي. ياد پيغام د هانکانګ د خاصې اداري سيمې پر حکومت د فشار اچولو او د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې نوی عمل دی، تر څو پر هغو کسانو دروغ ووايي، چې اړوند رښتيني معلومات نلري، او پر چين نړيوال فشار واچوي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۰ کال د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې هانکانګ او د دې سيمې ځايي خلکو ته د ښه راتلونکي هيله وښودله او دا د ټولو چينايانو ګډه هيله هم ده. چين د هانکانګ د سمسورتيا او ثبات د ساتلو توان لري، دغه بهرني سياستوال بايد په مناسب ډول وضعيت وپېژني او د هانکانګ په چارو کې دې لاسوهنه بنده کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای