د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د ليبيا لوړې ملي کمېټې د جنورۍ په دوهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ترکيې د پارمان لخوا د هغې لايحې د تصويبېدو هرکلی وکړ چې له مخې به يې د ترکيې حکومت ليبيا ته خپل پوځونه وليږي.
د ترکيې پارلمان په همدې ورځ په يوه بېړنۍ غونډه کې د يوې لايحې په تصوبولو سره د دغه هېواد حکومت ته صلاحيت ورکړ چې له مخې به يې حکومت کولی شي خپل پوځونه د يو کال لپاره ليبيا ته وليږي او د ليږونکو پوځونو پيمانه او د ليږلو وخت به يې وټاکي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |