د سينهوا اژانس د خبر له مخي، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردوغان د جنورۍ په ۲مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډنالډ ټرمپ سره د ليبيا او سوريې د حالاتو په باب ټليفوني خبرې وکړې.
د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، اوردوغان او ټرمپ د ليبيا او سوريې د حالاتو او نورو مسئلو په باب خبرې اترې وکړې. دوی د سيمه ييزې قضيې په حل و فصل کې د ديپلوماتيکو چارو پر اهميت ټينګار وکړ او د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا هيله يې څرګنده کړه.
د امريکا د سپينې ماڼۍ لخوا د خپرې شوې اعلاميې سره سم، ټرمپ او اوردوغان په ټليفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو او سيمه ييزو قضيو په باب بحثونه کړي دي. ټرمپ دا ويلي دي، چې بهرنۍ لاسوهنې د ليبيا حالاتو د پېچلي کېدو سبب ګرځېدلی. دوی په دې موافقه وکړه چې بايد د عامو وګړو د ساتنې په غرض د سوريې په ادلب ولايت کې شخړې کمې شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |