سينهوا اژانس د جنورۍ په درېيمه نېټه له بغداد څخه خبر ورکړ چې د همدې ورځې په سهار وختي، د بغداد په نړيوال هوايي ډګر د توغندي بريد وشو چې له امله يې کم تر کمه ۸ تنه وژل شوي دي.
د دې ډګر يوې سرچينې د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، لږ تر لږه ۸ تنه په بريد کې وژل شوي او دوه موټرونه ويجاړ دي. اوس اور تر کنټرول لاندې دی، د ډګر عادي کار هم روان دی.
د عراق د ګډو عملياتو قوماندانۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د بغداد پر نړيوال هوايي مېدان د ۳ کاتيوشا نومي توغنديو بريد وشو چې له امله يې دوه موټرونه ويجاړ شوي دي. په دې اعلاميه کې د پېښې جزيات نه دي په ډاګه شوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |