CRI Online

د امريکا د دفاع وزارت د دې خبر پخلی کړی چې د دوی پوځ په بريد کې د ايران لوړ پوړی نظامي قوماندان ووژل شو

cri     (GMT+08:00) 2020-01-03 15:14:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د دفاع وزارت پر ځايي وخت د جنوری په دوهمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د ايران د انقلاب ساتندويه ځواک د القدس څانګې قوماندان قاسم سليماني د امريکايي پوځ په بريد کې ووژل شو.

ياد وزارت د همدې ورځې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سليماني باندې د بريد امر ور کړی و.په دې اعلاميه کې راغلي چې د دې بريد موخه د ايران ګوښل او په راتلونکې کې د دوی د بريدونو د پلان مخنيوی دی. په دې اعلاميه کې دا هم راغلي چې سليماني پلان درلود چې په عراق کې پر امريکايي ديپلوماتانو او پوځي شخصيتونو بريدونه وکړي.د ده په مشرۍ د القدس څانګې په بريدونو کې د امريکا او د نړيوالو ائتلافي ځواکونو يو شمېر سرتيرو وژل شوي او زر ګونه تنه نور ټپيان شوي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای