CRI Online

امريکا د کيوبا د وسله وال انقلابي ځواک پر وزير د بنديز لګولو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-01-03 15:18:25

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا خارجه وزارت د دسمبر په دوهمه نېټه د بشري حقونو د تېرې کولو په تور د کيوبا د وسله وال انقلابي ځواک پر وزير سينترا د بنديز اعلان کړ.

په همدې ورځ د امریکا د خارجه وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې سينترا د وينزويلا له حکومت څخه د کيوبا د ملاتړ مسئوليت لري او د کيوبا وسله وال انقلابي ځواک وزارت په وينزويلا کې د بشري حقونو په تېرې کولو کې لاس درلود، نو امريکا به سنترا او د هغه دوه ماشومان دغه هېواد ته له ننوتلو څخه محروم کړي.

د کيوبا خارجه وزير روډريګيز په همدې ورځ په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې هغه د امريکا د خارجه وزارت له دغې پرېکړې سره ټينګ مخالفت کوي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای