CRI Online

چين به د تقاعد په اړه د سوداګريزوبيمو پرمختګ ته هڅونکی ځواک ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-03 15:24:30
چين به د تقاعد په اړه د سوداګريزوبيمو پرمختګ ته هڅونکی ځواک ورکړي

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جنورۍ په ۲مه نېټه يوه خبري ناسته جوړه کړه او پکې دا خبر خپور شو چې چين تازه (د خدمتي چارو په برخه کې د سوداګريزو بيمو پرمختګ د هڅولو وړانديز) خپور کړ. د دې وړانديز له مخې به چين په فعاله توګه د تقاعد په اړه د ډول ډول سوداګريزو بيمو او د شخصي حساب په شکل د تقاعد د بيمو پرمختګ هڅونه وکړي. چين به د دې لپاره کوښښونه وکړي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې د بيمې ټولو اخيستونکو لپاره شپږ زره يوانه تعمينونکې سرمايه زېرمه شي. چين به په عين وخت کې د بيمې چارو د مساوي سيالۍ او سالم پرمختګ لپاره د بيمې بازار ورخلاصون پرمخبوزي.

اوس په چين کې د هغو زړو کسانو شمېر دوه سوه پنځوس مليونو ته رسېدلی چې عمرونه يې له شپېتو نه زيات دي، په چيني ټولنه کې د زړو کسانو شمېر زيات دی. نو بايد د زړو کسانو له غوښتنې سره سم مناسبې سوداګريزې بيمې جوړې شي او د نورو کسانو لپاره دې د بيمې عرضې هم ښې شي. د چين د بانک او بيمې چارو د نظارت کمېټې د شخصي بيمې د څارنې ادارې مشرې مېرمن ليو هونګ جيان وويل، دوی به د خدمتي چارو په برخه کې د سوداګريزو بيمو د پرمختګ هڅولو د وړانديز له مخې، د هغو زړو کسانو له اړتياوو سره سم چې عمرونه يې له شپېتو څخه زيات دي، د هغو بيمو توليداتو د څېړنې او جوړونې لپاره کوښښونه وکړي چې بيه يې مناسبه ده او خدمتي سويه يې لوړه ده. هغې وويل

(( موږ به د زړو کسانو د اړتياوو له مخې د دوی لپاره د بيمې ځانګړي توليدات جوړ کړو، په عمده توګه به د ناروغۍ، طبي خدمت او د اوږد مهاله نرسينګ په شمول تولیدات شامل کړو چې د زړو کسانو لپاره ضرور وي. ))

په ياد وړانديز کې هم غوښتنه شوې چې بايد د بيمې د بازار ورخلاصون وهڅول شي. د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه دا اجازه شته چې د بيمې په هغو شرکتونو کې چې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لري، د بهرنيو پانګونو انډول سل سلنې ته رسېږي. مېرمن ليو هونګ جيان وويل، د بهرنيو پانګو لخوا جوړ شوي د بيمې شرکتونه د توليداتو جوړونې، د سرمايو د کارونې او د خطرونو د مخنیوي په برخو کې پرمختللې تجربې لري، له دوي څخه د وتلې نظريې او تجارتي تکنالوژۍ په زده کړې سره به په چين کې د بيمې د بازار سالم پرمختګ وهڅول شي. هغې وويل

((د چين د بانک او بيمې چارو د نظارت کمېټه به په دوامداره توګه د پرانيستې لپاره شوې ژمنه تطبيق کړي او د بيمې بهرنيو شرکتونو ته د يو ښه سوداګريز چاپېريال د برابرولو لپاره به کوښښونو ته دوام ورکړي. په عين وخت کې زموږ کمېټه به د پرانيستې له سويې سره سم د څارنې او نظارت مقرراتو جوړونه لا نوره پياوړې او بشپړه کړي چې دا به تاييد شي چې منل شوي بهرني ارګانونه د مسلکي مهارت، د خطرونو د مخنيوي او د سرمايې په برخو کې کافي توان لري. ))

په ياد وړانديز کې په ډاګه شوې چې بايد د سوداګريزو بيمو د توليداتو او خدمتونو شمېر او کيفيت لوړ شي. د بيمې ارګانونه به وهڅول شي چې د مصرفوونکو د اړتياوو له مخې د طبي چارو، نرسينګ پاملرنې او د ماشومانو زېږېدنې په اړه عمومي توليدات طرحه او جوړ کړي او ګام په ګام دې نوې طبي تکنالوژۍ او توليدات د روغتيايي بيمې په سيسټم کې شامل کړي. برسيره پر دې، په ياد وړانديز کې راغلي چې د ټيټې سويې عايدات لرونکو او په نوي ډول کارونو کې لګيا کسانو په موخه د بيمې توليدات هم بايد زيات شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای