د امريکا د ملي دفاع وزارت پر ځايي وخت د جنورۍ د ۲مې نېټې په شپه دا تائيد کړه، چې د ايران د اسلامي انقلاب ساتندويه ځواک د القدس څانګې قوماندان قاسم سليماني په همدې ورځ د امريکايي ځواکونو په بريد کې ووژل شو.
د دې خبر په خپرېدو سره ټوله نړۍ حيرانه پاتې شوه. ورپسې د ايران مذهبي مشر آيتالله سيد علي خامنهای ګواښ وکړ، چې له امريکې څخه به د قاسم سليمانې د وژنې غچ واخلي، د امريکا د ياد بريد له امله د دغه هيواد او ايران ترمنځ اړيکې لا خرابې شوي او د منځني ختيځ پېچلی وضعيت يې نور هم خړپړ کړی دی.
امريکا ولې داسې کړنه تر سره کړه؟ ښايي لامل يې دا وي، چې څو ورځې مخکې د عراق په پلازمېنې بغداد کې لاريونوالو د امريکا پر سفارت بريد وکړ او امريکې د ياد بريد پړه پر ايران واچوله او نن ورځ يې په عراق کې د ايراني ځواکونو پر ياد مشر هوايي بريد وکړ.
که په نړيوالو اړيکو کې په پوره توګه له زورزياتي څخه استفاده وشي، دا به توپيرونه لا زيات کړي او د سليماني وژنه به د ايران د ذوري مسئلې حل نور هم پېچلی او ګران کړي.
په منځني ختيځ کې اوږدمهالې شخړې دا ښيي، چې زورزياتی به نور هم د نفرت تخم وشيندي او انتقامي بريدونه به زور واخلي او دا د منځني ختيځ مسئله نه شي حل کولی. بېلابېلې خواوې په تېره بيا امريکا بايد سړه سينه وساتي، د م م د منشور د اصولو او د نړيوالو اړيکو اساسي مقررات دې مراعات کړي، څو وضعيت نور سخت نه شي او د منځني ختيځ د سولې او ثبات ساتنه وشي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |