CRI Online

نيويارک ټايمز ورځپاڼې يو ځل بيا په شينجيانګ کې د کاري دندو د بدنامولو خيالي کيسه هڅه کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-01-03 20:48:35

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې وروستيو کې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، چې د چين په شينجيانګ کې ځايي حکومت د تش په نوم (( د کاري دندو اصلاح)) له لارې د اويغوري قوم په شمول د ملي لږکيو اوسېدونکي دې ته اړ کړي چې کاري دندې پر غاړه واخلي. دغه تور بې بنسټه دی او د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د کاري دندو د زياتوالي په برخه کې يې د ځايي حکومت عادي کارونه يې بدنام کړي دي، دا خبري راپورتاژ نه، بلکې يوه خيالي کېسه ده.

که نړۍ ته وکتل شي، ترهګرۍ او افراطيت ځپلي هېوادونه او سيمې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، نو په نړيواله ټولنه کې دغه ګډه پېژندنه شتون لري چې اقتصادي پرمختګ، د استخدام لوړوالی او د بېوزلۍ له منځه وړل له بېخه د ترهګرۍ د منځه وړلو او د ټولنيز ثبات د اعاده کولو لپاره اغېزمن ګام دی.

د شينجيانګ د اويغور په کورواکه سيمه کې په تيره بيا د دې سيمې په جنوبي ځايونو کې د طبيعي شرايطو او اقتصادي جوړښت له امله ځايي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ وروسته پاتې دی. ځايي حکومت په دې سيمه کې د افراطيت د مخنيوي لپاره د کاري دندو د زياتوالي له لارې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره مهم ګامونه پورته کړي او دا يې تائيده کړې چې په هره کورنۍ کې لږ تر لږه يو کس کاري دنده لري. د دې تر څنګ د چين ۱۹ ولايتونو او ښارونو هر کال د شينجيانګ د ځانګړو صنعتونو د پرمختګ لپاره تر ۱۵ مليارډو يوانو زياتې پيسې لګولې او ځايي ټولنې او اقتصاد ته يې پرمختګ ورکړی دی.

له تېرو ۵ کلونو راهيسې په شينجيانګ کې ۲ مليونه ۳۱۴ زره او ۷۰۰ تنه له ډېرې بېوزلۍ څخه ژغورل شوي او د بېوزلو کسانو انډول د ۲۰۱۴ کال له ٪۲۲.۸۴ څخه ٪۶.۵۱ ته راټيټه شوی دی. په ۲۰۱۸ کال کې په کاشغر کې د بې کارۍ انډول ٪۲.۴ تنه ټيټ شوی.

له حقيقت څخه دا څرګنديږي چې د کاري دندو له لارې د بېوزلۍ د له منځه وړلو له امله د شينجيانګ د خلکو ژوند ښه شوی، په دې سيمه کې د افراطي نظريو د نفوذ مخه نيول شوې او ځايي سمسورتيا او ثبات ساتل شوی دی. خو د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په شمول لويديځو خبري رسنيو بيا بيا له مطبوعاتي سلوک او اخلاق څخه سرغړونې کړې او د خيالي کيسو د جوړولو له لارې يې په شينجيانګ کې د چين د ادارې تګلارې بدنامې کړي، تر څو د شينجيانګ د ملي لږکيو او حکومت ترمنځ جنجال جوړ کړي او نړيواله ټولنه وغولوي.

خو په حقيقت کې هغه کسان چې له شينجيانګ څخه يې ليدنې کړي، عادلانه او عيني ارزونه کولی شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای