CRI Online

د ايراني جنرال قاسم سليماني پر وژلو نړيوال غبرګونونه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-04 16:35:30

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، امريکا د دسمبر په څلورمه نېټه د عراق پلازمېنې بغداد پر نړيوال هوايي ډګر توغنديز بريد وکړ چې له امله يې د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواکونو د قومندان جنرال قاسم سليماني په ګډون اته کسان ووژل شول. ډېرو هېوادونو په همدې ورځ د اعلاميو په خپرولو سره له بېلابېلو غاړو څخه غوښتنه وکړه چې زغم وساتي او د حالاتو د لا ترينګل کېدو مخه دې ونيسي.

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد ولسمشر ايمانويل ماکرون په همدې ورځ په جلاجلا توګه د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين او د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوګان سره په تليفوني خبرو کې د منځني ختيځ پر حالاتو بحثونه وکړل. د فرانسې او روسيې ولسمشرانو موافقه وکړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به پدې اړه خپلمنځي تماسونه وساتي او له بېلابېلو خواوو څخه يې وغوښتل چې زغم دې وساتي. ماکرون او اردوګان پدې اند دي چې د اړوندو حالاتو د لاسختېدو د مخنيوي لپاره دې لازم تدبيرونه ونيول شي.

د بريتانيې خارجه وزير دومينيک راب په خپلو خبرو کې له بېلابېلو خواوو څخه د شخړو د ارامولو غوښتنه وکړه او د حالاتو لاسختېدا يې د بېلابېلو خواوو په ګټه ونه بلله.

د سوريې ولسمشر بشار الاسد د قاسم سليماني له وژل کېدلو وروسته د ايران ستر مذهبي مشر علي خامنه يي او ولسمشر حسن روحاني ته د خواخوږۍ په پيغامونو کې وويل چې د ده هېواد به په سيمه کې د امريکا له تخريبي پاليسۍ سره مقاومت ته دوام ورکړي.

د قطر خارجه وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د سليماني وژل د عراق د حالاتو د سختېدو سبب ګرځېدلی او ښايي لاسخته نتيجه رامنځته کړي. بېلابېلې خواوې دې زغم وساتي او نړيواله ټولنه دې د منځني ختيځ لپاره خپل مسئوليت پر غاړه واخلي.

د لبنان خارجه وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې لبنان د سليماني او نورو کسانو د وژلو پېښه غندي ، د امريکا د دغه بريد له امله به د سيمې اوضاع لاسخته شي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای