CRI Online

ټرمپ: که ايران پر امريکايي موخو بريد وکړي، ژر به له سخت ځواب سره مخامخ شي.

cri     (GMT+08:00) 2020-01-05 16:31:08

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د اپريل په ۴مه نېټه پر ټويټر ګواښ وکړ چې که ايران د امريکا پر اتباعو، تاًسيساتو يا تجهيزاتو بريد وکړي، نو امريکا به د دغه هېواد پر ۵۲ موخو ژر او سخت ځوابي حملې وکړي.

د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې، د امريکا لخوا غوره شوي ۵۲ ايراني موخې ډېر کاله دمخه د ايران لخوا د امريکايي سفارت د ۵۲ تنو کارکوونکو استازيتوب کوي. د ټرمپ په خوله له دې جملې څخه يو شمېر موخې د ايران لپاره ډېرې مهمې دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای