د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون او د امريکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د جنورۍ په ۵مه نېټه د منځني ختيځ د کړکيچنو حالاتو په باب ټيلفوني خبرې وکړې. ماکرون وويل، فرانسه به د سيمه ييزو او نړيوالو ټولنو له اړوندو خواوو سره يو ځای د منځني ختيځ د کړکيچنو حالاتو د ښه والي لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلاميې کې ويلي چې ماکرون د عراق او منځني ختيځ د حالاتو په خرابېدو د فرانسې اندېښنه ټرمپ ته څرګنده کړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې د داعش پر ضد نړيوال اتحاد دې د عراق حاکميت ته په پوره درناوي د يادې ډلې پر وړاندې دوامداره او جدي مبارزه وکړي، څو د عراق امنيت او د سيمې ثبات وساتل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |