CRI Online

د ايران د بهرنيو چارو وزارت : ايران چمتو دی چې هر ډول لمسون ته غبرګون ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-06 10:47:27

د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير عباس عراقچي د جنورۍ په ۵مه نېټه پر ايران د امريکا د تيري په باب د ټرمپ ګواښ ته غبرګون وښود او و يې ويل چې ايران چمتو دی چې هر ډول لمسون ته ځواب ورکړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په ۵مه نېټه په ايران کې د سويس لوی سفير ته د ډونالډ ټرمپ د بد نيت خبرو په اړه سخت احتجاج څرګند کړ. عباس عراقچي وويل، چې ايران به د دغه هېواد د خاورې او امنيت پر ضد هر ډول ګواښ ته ځواب ورکړي. د دې وزارت وياند وويل، د ايران حکومتي چارواکي به د ۵مې نېټې په شپه يوه غونډه جوړه کړي، څو له ذروي تړون څخه د ايران د وتلو په هکله اړونده تګلاره وټاکي.

د روانې مياشتې د ۴مې نېټې په شپه، د ايران مذهبي مشر خامنه يي ژمنه وکړه چې ايران به له امريکا څخه د قاسم سليماني د وژلو غچ واخلي. د ده له دغو خبرو وروسته د عراق په څو سيمو هوايي توغندي ولګېدل او ورپسې ډونالډ ټرمپ ټويټ وکړ، که ايران پر امريکا بريد وکړي نو د ايران په کور دننه به ۵۲ موخې له منځه يوسي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای